عامې روغتیا وزارت: په هېواد کې ۲۱ سلنه کسان د زړه د ناروغۍ له امله مري

د روغتیا د نړیوال سازمان له خوا د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په همکارۍ د هېواد په ۲۲ ولایتونو کې د زړه د ناروغۍ په اړه څېړنه شوې ده. د عامې روغتیا وزارت د غیر ساري ناروغیو د کنټرول د برخې مشر سید حبیب الله اروال ویلي، په نړۍ کې ۱۷.۵ سلنه مړینه د زړه د ناروغۍ له امله رامنځته کیږي او دا ناروغي ورځ په ورځ زیاتېږي. دی وايي وروستي معلومات ښیې چې په افغانستان کې ۴۴ سلنه مړینه د غیر ساري ناروغۍ له امله چې په هغې کې شکر، تنفسي ناروغۍ، د زړه ناروغۍ او سرطاني ناروغۍ دي چې ۲۱ سلنه مرګونه یې بیا د زړه د ناروغۍ له امله دي. د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي د هوا چټل والی، دخانیات، ناسالمه خواړه، چاغوالی، د فزیکي فعالیتونو کموالی، له الکولو ګټه اخيستنه، په کلیو او بانډو کې د باروتو کارونه ددغه ناروغۍ اصلي لاملونه دي. د روغتیا وزارت وايي، هر کال په هېواد کې څه باندې ۱۰۰زره کسان د زړه ناروغۍ له امله مري. د وزارت په وینا دغه ناروغۍ ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې ده.

 

شهادت را در صفحات اجتماعی دنبال کنید !